د سولې شورا د ګلبدین حکمتیار وروستۍ غوښتنه یو نیک اقدام بولي

د افغانستان د سولې عالي شورا د ګلبدین حکمتیار هغه غوښتنه پر ځای او نیک اقدام بولي چې طالبان یې د سولې له بهیر سره یو ځای کولو ته را بللي دي.

د دې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم نن ازادي راډیو ته وویل چې د ښاغلي حکمتیار دا پیغام د دوی لپاره هیله بخښونکی دی.

دا خبرې وروسته له هغې کیږي چې ښاغلي حکمتیار رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي چې طالبانو ته د ده مشوره دا ده چې د هېواد حساسو شرایطو ته په کتو د بحران د حل او د افغانستان د راتلونکي او سولې پر مسایلو له ده سره ګډ دریځ غوره کړي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي مذاکره کوونکي پلاوي تیره اونۍ له حکومت سره پر یوې لومړنۍ طرحې موافقه وکړه چې دا طرحه د نورو ملاحظاتو لپاره ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار ته ولیږل شوه.