د ترکمنستان مرکز عشق اباد کې د سمباکورش سیالۍ پیل شوې

نن د ترکمنستان په عشق اباد ښار کې د سمبا کورش آسیایي سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د بدني روزني ریاست ویاند عارف پیمان آزادي راډيوته وویل چې د افغانستان د ټیم۱۵ لوبغاړو په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی.

"د سامبوکورش آسیايي سیالي نن د ترکمستان په عشق آباد ښار کې جوړې شوې او د افغانستان ۱۵ کسیزه ټيم په دغو سیالیو کې ګډون کړي دي."

دغه سیالۍ د ټولو اسیایي هېوادونو څخه د لوبغاړو په ګډون هر دوه کاله وروسته جوړېږي.