د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، ټاکل شوې نن ماذیګر د کابل د فوټبال لیګ پنځمه سیالي وشي.
د کابل د فوټبال د فدراسیون رئیس حیات الله لوګروال ازادي راډيو ته وویل چې په دغه سیالي کې به له کابل څخه د فوټبال ۱۳ ټیمونه ګډون وکړي.
ښاغلي لوګروال زیاته کړه چې د دغو سیالیو سره یو ځای د فوټبال د الف لیګ سیالیو هم نن پنځمه ورځ ده.
نوموړی وایي چې د کابل د فوټبال لیګ سیالۍ به اوه میاشتي او د فوټبال الف لیګ سیالۍ به درې میاشتي دوام وکړي.