له طالبانو سره د اسیرو ملي اردو کورنیو مظاهره وکړه

په فاریاب کې د ملي اردو د یو شمېر اسیرو سرتېرو د کورنیو غړو نن په کابل کې مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو وویل چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې د ملي اردو ۱۳ سرتېري د طالبانو په بند کې دي او دولت په دې برخه کې هیڅ اقدام نه دی کړی.

دوی وایي په کراتو دولت ته هم مرجعه کړې ترڅو د طالبانو یو مشر قاري صلاح الدین له دغو دیارلسو کسانو سره تبادله کړې خو تراوسه حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي اردو دا دیارلس سرتېري په فاریاب کې د دوې د الوتکې له نسکورېدو وروسته د طالبانو لاس ته ورغلل.