د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه نوي فرمان کې له پلخمرۍ تر ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي غزولو په اړه د ځانګړي ملي کمېسیون پریکړه تایید کړه.
د ولسمشر د نوی فرمان پر اساس به له دوشي د ۳۰۰ میګاو واټ برېښنا مزی تر بامیانه وغزول شي.
دا پروژه ټولو مرکزي سیمو ته برېښنا رسولائ شي.
دا فرمان د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي پرون سې شنبې په کابل کې خبریالانوته ولوست چې په کې راغلي:
"له دوشي د بامیان تر مرکزه د ۳۰۰ میګا واټه برق مزي، دبامیان په مرکز کې د برق سبسټیشن جوړول او په بامیان کې لږترلږه ۲۰ زره کورنیو ته د برق د ویش پروژه تایید شوې."
ټاکل شوې چې د دې پروژو کار د روان کال په چنګاښ میاشت کې پیل او د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال تر لیندۍ بشپړ شي.
د افغانستان مالیې وزارت ته دنده سپارل شوې چې ددې پروژو بودجه تنظیم او ولسي جرګې ته وسپاري.
د ولسمشر غني په فرمان کې راغلي چې ټولې پرېکړې د ملي کمېسیون د څېړنو پر اساس شوې دي.