سوریه وايي د طرطوس چاودنې ریاض، انقرې او قطر کړي

د سوريې حکومت په مدترانه ساحل کې د بشار اسد پر دوو مرکزونو د خونړيو بريدونو د لړۍ پړه پر ترکيې، قطر او سعودي عربستان اچولې ده.

د دولتي رسنيو د راپور له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته یو لیک لېږلی چې وايي په طرطوس او جبله کې د دوشنبې د ورځې چاودنې د رياض، انقرې او دوهه د سخت دريځو رژيمونو له خوا جدي پراختيا ده چې غواړي د سولې خبرې ګډې وډې کړي.

اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د دغو حملو پړه پر غاړه اخيستې.

د يوې څارونکي ادارې په وينا، په دې حملو کې ۱۴۵ کسان ووژل شول.

ترکيه، قطر او سعودي عربستان په سوریه کې د بېلابېلو ياغي ځواکونو ملاتړ کوي.

طرطوس او جبله د سوريې له جګړې په نسبي ډول بېل ساتل شوي.

په دې جګړه کې د ۲۰۱۱میلادي کال د مارچ مياشتې راهيسي دوه لکه او اويا زره کسان وژل شوي دي.