جمهوري ریاست وایي قطري سوداګر چمتو دي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د ولسمشر یوه ویاند سید ظفر هاشمي د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، تمه کېږي له قطر څخه د سوداګرو یوه ډله هم افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې وضعیت وڅېړي.
"د قطر سوداګرو په ځانګړي توګه درېیو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې، لومړی برخه بانکداري ده، دویمه برخه د کرنې او دریم هم په افغانستان کې د انرژۍ د تولید ده."
دا په داسي حال کې ده چې د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي په افغانستان کې پانګونه ۳۰ فیصده را کمه شوې ده.
ولسمشر اشرف غني د غبرګولې په لومړۍ نېټه په دوه ورځني سفر قطر ته ولاړ.