مسلمیار: طالبان دې د ملامنصور له مرګ وروسته له جګړې لاس واخلي

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس له طالبانو غواړي چې د ملا اختر محمد منصورله وژنې وروسته باید له جګړې لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي.

فضل هادي مسلمیار د مشرانو جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې وویل، طالبان نور باید د پردیو له اسارته ځان وژغوري.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"زه دلته د یوه افغان په توګه په طالب غږ کوم چې ای اجیره نوکره وژني دې او تړي دې او ستا په نوم پیسې هم اخلي، د خدای لحاظ وکړه نور راشه د افغانستان ملت سره کینه سوله وکړه."

دا خبرې وروسته له هغه مطرح کیږي چې د شنبې په ورځ د طالبانو مشر ملااختر محمد منصور په پاکستان کې د امریکایې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

تردې وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم تایید کړې چې د طالبانو مشر ملا اختر منصور یې ځکه وژلی چې په افغانستان کې د سولې مخالف و.