د افغان ولسمشراقتصادي سلاکار وایي، د چابهار بندرپه پرانېستلو سره به اوس د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو په واردولو کې ځنډ رانه شي.
سیروس علاف ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال د پاکستان له لارې افغان سوداګر مالونه په لوړه بیه او ډېر وخت سره راوړي چې دغه کار افغان سوداګرو ته اقتصادي نه تمامیږي.
د ښاغلي علاف په خبره د افغانستان ترڅنګ ایران او هندوستان هم په پراخه اندازه له دغه بندره ګټه اخېستلای شي.