د افغانستان د اقتصاد وزارت او د ملګرو ملتونو د پراختیايي سازمان ترمنځ د یو نیم میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک شو.
د اقتصاد وزارت ویاند باي نظر نظري ازادي راډیو ته وویل چې دغه تړون به د دوامدارې اقتصادي ودې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د اقتصاد وزارت له دې مخکې ویلي و، هڅې کیږي داسې پروژې رامنځته کړي چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ تر څنګ د لنډ مهال لپاره افغانانو ته کاري زمینې هم برابري کړي.