د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې عدليي او قضایې مرکز وایي، پولیسو په تېر ثور میاشت کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۶۵ کسان نیولي دي.
دغه مرکز نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي په دغو کسانو کې یو ایرانی وګړی او څلور افغان میرمنې شاملې دي.
خبرپاڼه وایي چې دغه کسان په هرات، کابل، ارزګان، بدخشان، کندرهار، فاریاب هلمند، ننګرهار ، بلخ او کندز ولایتونو کې نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په حمل میاشت کې هم د مخدره موادو د ۴۴ قضیو په تور ۵۲ کسان له بېلابېلو ولایتونو نیول شوي وو.