چاه بهار تړون به د ۳هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږد په مرکز بدل کړي

افغانستان، ایران او هندوستان د یوې درې اړخیز هوکړه لیک په لاسلیک سره د ایران د چابهار بندر د دې درې هېوادونو ترمنځ د مالونو د انتقال په یو مرکز بدل کړ.

دا توافق د دوشنبې په ورځ په تهران کې د افغان ولسمشراشرف غني، د ایران د ولسمشر حسن روحاني او د هندوستان د صدراعظم نریندرا مودي په وړاندې لاسلیک شو.

د ایران ولسمشر حسن روحاني، د دې تړون د لاسلیک ورځ ”د درې واړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې مهمه او تاریخي ورځ “ وبلله.

دا هوکړه لیک د چاه بهار بندر څخه د مالونو د لیږد رالیږده لپاره کار اخیستل زیاتوي، افغانستان له سمندر سره وصلوي او هند د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا بازارونو ته لاره مومي.

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي وویل دا هیواد د چابهار بندر د پراختیا لپاره پنځه سوه میلونه ډالر پانګونه کوي.