امریکا: ملا منصور امریکايي متحدینو ته "ځانګړي او حتمي ګواښونه" پېښ کړي وو

د امریکا د دفاع وزارت پرون وویل، د افغان طالبانو مشر ملا منصور یې ځکه په نښه کړ چې نوموړي په افغانستان کې امریکايي او د امریکا متحدینو ته "ځانګړي او حتمي ګواښونه" پېښ کړي وو.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جېف ډېویس د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان طالبانو پر مشر دا برید د امریکا د هغه دفاعي اصولو له مخې ترسره شوی چې امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکوي څو د هغو خلکو خلاف بریدونه وکړي چې په مستقیمه توګه امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښ وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډیویډ هېل احضار کړ او نوموړي ته یې د پاکستان په خاوره کې د بې پیلوټه الوتکې ددې برید په اړه اعتراض واوروه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار سید طارق فاطمي دا د پاکستان پر ملي حاکمیت تیری او د ملګرو ملتونو د هغه منشور څخه سرغړاوی بللي چې د دې سازمان د غړیو هیوادونو مځکنۍ بشپړتیا تضمینوي.

تراوسه پورې پاکستاني چارواکو په رسمي توګه په دې برید کې د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور وژل کېدل نه دي تایید کړي خو د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په شمول امریکايي او افغان چارواکو تایید کړې چې د پاکستان د بلوچستان ایالت کې د شنبې په ورځ د بې پیلوټه اوتکې په برید کې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور وژل شوی دی.