په سوریه کې د بشري حقونو فعالان وايي چې د بشارالاسد د رژیم د واکمنۍ په دوو عمده ښارونو طرطوس او جبله کې نن په چاودنو کې تر ۱۰۰ تنه زیات ووژل شو.
د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې/ داعش د حملې مسئولیت اخیستی دی.
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی، نن وویل چې د مدیترانې پر غاړه ښار طرطوس کې نن درې چاودنې وشوې.
په طرطوس کې د روسیې سمندري تاسیسات هم موجود دی.
څلور چاودنې د سوریې په شمال کې په جبله ښار کې شوې دي.
زیاتې چاودنې انتحاري حمله کوونکو کړي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس ویلي چې په طرطوس او جبله کې چاودنې د موټرو تم ځای او روغتون په ګډون ، له خلکو په ډکو سیمو کې شوي دي.