د افغانستان د ماليې وزیر وايي، د وارسا او بروکسل غونډو لپاره یې غوښتنې په لومړنیو ناستو کې منل شوي دي.
اکلیل حکیمي نن د ولسي جرګې استماعیه غونډې ته وویل چې افغان حکومت تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پورې د نړیوالو مرستې جلب ته هڅې پیل کړي او په دې لړ کې یې ښه پلان جوړ کړی.
د مالېې وزیر اکلیل حکیمي وايي چې د دغو غوښتنو په بدل کې نړیواله ټولنه د افغان حکومت څخه څلورکلنې انکشافي او د فساد ضد عملې طرحې غواړي.
د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې که افغان حکومت هم نړیوالې ټولنې ته د فساد ضد ورکونکي ژمنې عملي کړي دا مرستې به له پخوانیو هغو ګټورې تمامې شي.
ټاکل شوې چې د وارسا غونډه په راتلونکې جولای میاشت کې جوړه شي.