په استانبول کې د بشري حقونو نړیواله سرمشریزه پیل شوه

په استانبول کې نن د ملګرو ملتونو د سازمان په بلنه، د بشري حقونو نړیواله سرمشریزه پیل شوه چې پر نړیوالو بحرانونو به خبرې په کې وشي.

د نړۍ د لږترلږه ۶۰ هېوادونو مشران په استانبول کې د دې دوه ورځنۍ غونډې برخه وال دي چې د نړیوالو بحرانونو له امله زیانمنو شوو خلکو ته د مرستو پر څرنګوالي به هم بحثونه وکړي.

په نړۍ کې لږترلږه ۶۰ ملیونه انسانان د روانو بحرانونو له امله بې ځايه شوي او ۱۲۵ میلیونه بشري مرستو او مصئونیت ته اړتیا لري.

د سرمشریزې ګډون کوونکو ومنله چې له بحران ځپلو خلکو سره د نړیوالو د بیړنۍ مرستې اړتیا تر بل هر وخته زیاته شوې ده.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال یان الیاسن پرون په استانبول کې خبري غونډې ته وویل:

"تر بل هر وخت له هغو خلکو سره چې طبیعي او انساني افتونو ځپلي د همږۍ او همکاري لپاره زیاته اړتیا لیدل کیږي. البته، طبیعي افتونه د اقلیمي بدلونونو له امله زیات شوي دي."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان به هم چې د سوریې څه باندې دوه اعشاریه اوه میلیونه کډوالو ته یې پناه ورکړې، له دې موقع کار واخلي او د خپل هېواد پر هڅو به رڼا واچوي چې د سوریې له بحران ځپلو سره د مرستې لپاره یې کړې دي.