قرغز سفیر: د کابل او بشکیک د سوداګریزو اړیکو پراختیا غواړو

په افغانستان کې د قرغزستان سفیر عوض بیک عبدالرزاق اوف

په افغانستان کې د قرغزستان سفیر وايي چې هېواد یې د کابل او بشکیک تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

عوض بیک عبدالرزاق اوف ازادي راډیو سره په یوې ځانګړي مرکه کې وویل چې د کرنیز کنسریوم جوړول، د کانونو کېندنه د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو راوستل او د اوسپنې پټلۍ جوړول هغه پروژې دي چې دغه هېواد یې په افغانستان کې پلي کول غواړي.

د قرغزستان سفیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې د سیمه ییزو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا د پراخولو په برخه کې د افغانستان ښه همکار وي.

عوض بیک عبدالرزاق اوف ازادي راډیو ته وویل، په همدې هدف ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو تر منځ څو اقتصادي او سوداګریز تفاهم لیکونه هم لاسلیک شي.

ښاغلی عبدالرزاق اوف وايي، هېواد یې هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه لوړه شي.

ټاکل شوې د دواړو هېوادونو تر منځ څو تفاهم لیکونه هم لاسلیک شي.

ښاغلي اوف زیاته کړه:

"اقتصادي همکارۍ ډېر ارزښت لري موږ هیله من یو چې راکړه وراکړه زموږ تر منځ ښه شي، د دواړه هېوادونو د سوداګري تفاهم لیک د لاسلیک لپاره باید هڅه وکړو، د سوداګرۍ د هڅونې او ملاتړ لاسلیک."

قرغزستان د افغانستان هغه شمالي ګاونډ هېواد دی چې ډیپلوماټیک اړیکې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ په ۱۹۹۹ میلادي کال کې پیل شول.

افغانستان له دغه هېواده تر ډېره د وسایلو ماشینونه، پرزې او د اغوستلو کالي راواردوي او په بدل کې یې وچه میوه، غالۍ او حبوبات نوموړي هېواد ته صادروي.

په افغانستان کې د قرغزستان سفارت د معلوماتو له مخې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه په ۲۰۱۰ میلادي کال کې له ۵۰ تر ۶۰ میلیونو ډالرو پورې رسېدله.

کاسا زر د قرغزستان نوې پروژه ده چې سیمې او افغانستان ته ډېر اقتصادي ارزښت لري، د دغې پروژې له لارې چې کار یې تېره اوونۍ پیل د قرغزستان ۱۳۰۰ میګا واټه برېښنا د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالېږي.

۱۳۰۰ میګا واټه برېښنا د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالېږي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د قرغزستان سفیر وايي، دوی غواړي د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکارېو د پیاوړتیا په هدف د اوسپنې پټلۍ ژر تر ژره جوړه او د ټرانزیټي اسانتیاوو د راوستلو په برخه کې اقدام وکړي.

ښاغلی عبدالرزاق اوف دغه شان وویل چې د کانونو د کیندنې او د یو کرنیز کنسریوم د جوړولو په برخه کې چې د درېیو هېوادونو افغانستان، تاجکستان او قرغرستان تر منځ دی خبرې روانې دي.

دی وايي:

"موږ مخکې د افغانستان د کانونو وزارت سره خبرې کړي دي او زموږ افغاني همکارانو لېوالتیا ښودلې چې د کانونو په کیندنه کې د قرغزستان له تجربو استفاده وکړي."

افغانستان د منځنۍ او جنوبی اسیا د هېوادونو د نښلولو ټکی ګڼل کېږي چې ولسمشر غني هم څو ځلې د دغه اقتصادي جغرافیوي موقعیت د ارزښت او ورنه د لازمې استفادې په اړه ټینګار کړی دی.

له همدې امله یو شمېر اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د سیمه ییزو اړیکو پیاوړتیا او ورڅخه مناسبه اقتصادي ګټه اخېستنه د افغانستان د اقتصادي پایښت لامل ګرځېدلی شي.

له دغو کارپوهانو له ډلې سیف الدین سیحون وویل چې د دغو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې پراخېدل د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او پایښت په برخه کې مهم رول لوبولای شي.

راپور: اجمل تورمان