عبدالرزاق اوف د کابل او بشکیک د اقتصادي اړیکو په پراختیا ټينګار وکړ

په کابل کې د قرغزستان سفیر د کابل او بشکیک ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا ټينګار کوي.

عوض بیک عبدالرزاق اوف له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په همدې هدف تمه ده چې ډېر ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ څو اقتصادي او سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شي.

د کانونو استخراج، کرنیز کنسرسیوم او د ریل پټلۍ جوړول له هغو پروژو څخه دي چې قرغزستان غواړي په افغانستان کې پلي کړي.

قرغزستان د افغانستان یو شمالي ګاونډی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکي اړیکې په ۱۹۹۹ پیل شوې دي.

تیره اوونۍ په قرغزستان کې د کاسا زر پروژه هم چې د دغه هېواد برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لیږدوي، پیل شوه.