د تاجکستان خلکو پرون په هغه ټولپوښتنه کې برخه واخیسته چې د هېواد د اصلاحاتو په اړه د رایې اخېستو لپاره ترسره شوه.
تمه ده چې د دې ټولپوښتنې نتایج به د تاجکستان د ولسمشر په توګه د امام علي رحمان واکمني نوره هم پیاوړې کړي.
په دې ټولپوښتنه کې د اساسي قانون د اصلاحاتو د یوڅلویښت مواردو وړاندیز شوی و او خلکو دوی ته په ورکړل شوېو پاڼو کې ټولو مواردو ته یا د هو، یا نه ځواب ولیکه ځکه اجازه یې نه لرله چې هرې طرحې ته جلا جلا ځوابونه ووايي.
په اصلاحاتو کې مهمې طرحې هغه برخې دي چې د ولسمشر په توګه د امام علي رحمان د کار پر دوره محدودیت له منځه وړي، د ولسمشرۍ د راتلونکي کاندید د عمر معیار له ۳۵ څخه ۳۰ ته راکموي او د مذهب پربنسټ د ګوندونو پر جوړېدو بندیز لګوي.
د تاجکستان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون د اداري مشر عبدالمنان دودوزاده تاس خبري اژانس ته وویل چې د رايي ورکولو د بهیر له پای ته رسېدو دوه ساعته مخکې په ټولپوښتنه کې د خلکو د ګډون کچه په سلو کې اته اتیا وه.
دودوزاده وویل چې څه کم څلور میلیونه خلکو په دې ټولپوښتنه کې خپلې رایې وکارولې.