په پام کې ده چې د افغانستان، ايران او هند د رهبرانو په حضور کې د چاه بهار بندر تجارتي او ټرانزيټي موافقه لاسلیک شي.
په دغو مراسمو کې به افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د هغه ايراني سيال حسن روحاني او د هند صدراعظم نريندرا مودي حضور ولري.
د افغانستان د دولت د ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په پام کې ده چې د دریو واړو هیوادونو د ترانسپورت وزیران به د افغانستان، هند او ایران د مشرانو په حضور کې د چاه بهار بندر ترانزیتي موافقه لاسلیک کړي."
مرتضوي زیاته کړه چې افغان حکومت غواړي له بېلابېلو لارو له نړۍ سره تجارتي اړیکې ټینګ کړي.
افغان چارواکي هیله لري چې د چاه بهار بندر له رغونې سره به پر کراچۍ بندر د افغانستان اتکا پای ته ورسیږي او افغان سوداګر به د سوداګرۍ د اړیکو لپاره یوه متبادله لاره ولري.
د چارواکو په وینا د چاه بهاربندر له لارې تجارتي مالونه په هر کانټینر کې له ۵۰۰ تر ۱۰۰ ډالرو پورې ارزانه تمامیږي.