د ملا منصور په وژل کېدو نړيوالې تبصرې

د نړۍ اکثرو معتبرو ورځپاڼو د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور پر وژل کېدو او د طالبانو پر ډلې يې د دې پېښې پر اغېزو ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

انډپنډنټ:

د بريتانيا چاپ ورځپاڼې انډپنډنټ په خپله پرونۍ ګڼه کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور پر وژنې مفصله ليکنه خپره کړې ده.

په ليکنه کې راغلي: امريکايي چارواکي وايي، د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د بې پېلوټه الوتکې په يوه هوايي حمله کې د افغانستان او پاکستان په يوه ليرې سرحدي سيمه کې له يوه بل تن سره يوځاى وژل شوى دى.

د امريکا دفاع وزارت ويلي، ملا منصور د طالبانو مشر او په کابل او نورو ولايتونو کې پر دولتي تاسيساتو د حملو په پلان کې دخيل و.

دغه وزارت ويلي، ملا منصور ملکي افغانانو، امنيتي قواوو، امريکايي پرسونل او د ائتلاف همکارانو ته خطر ګڼل کېده.

د ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، ملا اختر محمد منصور د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو په وړاندې هم يو خنډ و.

لاس انجلس ټايمز:

د امريکا چاپ لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د ملا اختر محمد منصور وژنې ته په اشارې ليکلي، دى ښايي د طالبانو په غورځنګ کې دننه د مشرۍ پر سر د اختلافاتو له کبله وژل شوى وي.

په مطلب کې راغلي دغه ډله اوس پر څو برخو سره وېشل شوې او د افغان قواوو په وړاندې په جګړه کې هم زيات تلفات وراوښتي دي.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه ليکي، وروسته له هغې چې د تېر کال په دوبي کې د ملا عمر د مرګ خبر خپور شو، ملا منصور د دې ډلې د رهبرۍ لپاره انتخاب شو، خو د ملا منصور له خوا د قدرت پر سر مبارزې دغه ډله، چې د ملا عمر په وخت کې يوموټې وه، پر څو برخو ووېشله.

په مطلب کې راغلي، د ملا منصور تر مشرۍ لاندې وسلوالو طالبانو هڅه وکړه، چې د افغانستان په شمال او جنوب کې زياتې سيمې ونيسي.

په دې لړ کې سپينې ماڼۍ پرېکړه وکړه، چې له افغانستانه د موجوده ٩٨٠٠ امريکايي پوځيانو ايستل وځنډوي.

نيويارک ټايمز:

د امريکا چاپ بلې ورځپاڼې نيويارک ټايمز هم د ملا منصور پر وژنې تمرکز کړى او د خپلې يوې مقالې په يوه برخه کې يې ويلي:

دغه خبر کولاى شي د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت مټي چې په مبارزې بوخت دى، لا غښتلي کړي.

په مطلب کې راغلي، د اوباما ادارې په تېرو ١٥ کلونو کې په پاکستان کې دننه د افغان طالبانو پر پټو مرکزونو له حملو سره ډېره لېوالتيا نه درلوده.

د مطلب په حواله، د امريکا متحدو ايالتونو وخت ناوخت د القاعده شبکې او پاکستاني طالبانو مشران په قبايلي سيمو کې په نښه کړي، خو دا اول وار دى چې د طالبانو يو مهم مشر ظاهراً د پاکستان په خاوره کې دننه وژل کېږي.

که څه هم د افغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي ملا منصور د بلوچستان له دالبندين سيمه کې وژل شوى، خو د افغانستان په جنوب کې د طالبانو يوه مهم پوځي قوماندان ملا حميدينيويارک ټايمز ته ويلي، په سرحدي سيمه کې دا حمله تاييدوي، خو دا ردوي چې ملا منصور دې هلته و.

ده ويلي ملا منصور ژوندى دى او دوى به يې تشويق کړي، چې خپل يو صوتي پيغام خپور کړي.

امريکايي چارواکو ويلي، دغه حمله د ولسمشر بارک اوباما په دستور د ګڼو الوتکو له خوا چې د امريکا د خاصو عملياتي قواوو له خوا رهبري کېږي- شوې ده.