ترکیه:۶۰ کلن یلدیریم به د صدراعظم احمد داود اوغلو ځای نیسي

د ترکیې واکمن ګوند به د ولسمشر رجب تیپ اردوغان مهم ملاتړی، د دې ګوند د مشر په توګه وټاکي چې په دې توګه به د هېواد نوی صدراعظم هم وټاکل شي.

د ټرانسپورټ او د مواصلاتو وزیر بین علي یلدیریم چې د عدالت او پرمختګ ګوند یو موسس مشر دی، نن په انقره کې د دې ګوند په کنګره کې یواځینی کاندید دی.

۶۰ کلن یلدیریم به د صدراعظم احمد داود اوغلو ځای نیسي چې له اردوغان سره د اختلافاتو له امله له دغې دندې لاس اخلي.

یلدیریم کنګرې ته په وینا کې وویل، د ده حکومت لومړیتوب به په اساسي قانون کې بدلون راوستل وي چې ولسمشرته چې اوس یې دنده تر ډېره تشریفاتي بڼه لري، زیات واک ورکړي.

دا هغه مسئله ده چې ویل کیږي دوه اوونۍ مخکې د اوغلو د استعفا سبب شوې ده.

هغه همدا راز وویل چې د حکومت په مشرتابه کې بدلون به د تروریستي ډلو په وړاندې هڅې ټکنۍ نه کړي او ژمنه یې وکړه چې د سخت دریځو کوردانو او د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړې ته به په کوردننه او سوریه کې دوام ورکړي.