دفاع وزارت:د ۲۰عملیاتو په ترڅ کې لسګونه مخالفین وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې نېږدې شل عملیاتونه شوي چې په ترڅ کې په لسګونه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دغه عملیات د کابل د ځینو سیمو په شمول په کونړ، میدان وردګو، کندهار، هرات، غور، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، سمنګان، هلمند، سرپل، تخار او کندز ولایتونو کې شوي دي.

ښاغلي وزیري وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د شپې له خوا او د ځانګړو ځواکونو عملیات هم لري:

"موږ هره ورځ په لسګونه عملیات لرو، هره شپه د شپې عملیات لرو، زموږ کمانډو قطعات عملیات لري او دښمن ته ډېرې سختې ضربې ورکوي."

د ښاغلي وزیري په وینا افغان امنیتي ځواکونو د ۹۴ کال په پرتله په ۹۵ کې په قوي مورال سره دغه عملیات ترسره کوي او په کې بریالي دي.