د قطر امیر په افغانستان کې د سولې ټینګښت با اهمیته ګڼلی

د قطر امیر په افغانستان کې د سولې ټینګښت او اغیز یې پر سیمه با اهمیته ګڼلی دی.

شیخ تمیم ال ثاني له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د دغه څرګندونو تر څنګ ویلي چې هېواد یې د افغانستان د هوساینې لپاره پر خپلو هڅو او ژمنو ټینګار کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست د خبرپانې په خبرولو سره ویلي چې په دغه لیدنه کې چې تېر ماښام وشوه په بېلابیلو برخو کې د همکارېو په پراختیا خبرې وشوې.

ولسمشرغني د ثبات او ارامی په کنفرانس کې د ګډون او د قطرې چارواکو سره د لیدنې په هدف پرون دوحې ته ولاړ.