د افغانستان جمهوري ریاست وايي، تمه ده سبا دوشنبې د چابهار بندر درې اړخیزه ټرانزیټي تړون د هند، ایران او افغانستان ترمنځ لاسلیک شي.
د جمهور رییس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن یکشنبې ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشرمحمد اشرف غني ایران ته په خپل سفر کې د هغه هېواد له ولسمشرحسن روحاني او د هندوستان له صداعظم نریندرا مودي سره ګوري او د درې واړو هېوادونو د ټرانسپورټ وزیرانو له خوا دغه سند لاسلیک کیږي.
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:
"تمه ده د افغانستان، ایران ولسمشران او دغه راز هغه پلاوی چې له هندوستانه راځي د درې واړه هېوادونو د ټرانسپورټ وزیرانو له خوا د چابهار بندر سند لاسلیک شي."
د چابهاربندر له لارې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا له هېوادونو سره وصلیږي او د هند بازارونو ته به هم په اسانۍ افغان سوداګر لاس رسی پيدا کړي.