اتریش:ښايي د اروپایي اتحادیې لومړنی ښي اړخی ولسمشر وټاکل شي

اتریش به نن د ولسمشرۍ په دوهم دور انتخاباتو کې ښایي د اروپایي اتحادیې لومړنی ښي اړخی ولسمشر وټاکي.

نظر شمېرنې ښيي چې د ازادي د ګوند د کاندید نوربرت هوفر او د شنو د پخواني مشر الکساندر فون دیربیلین ترمنځ به سیالي ډیره نژدې وي.

نوربرت څو اوونۍ مخکې له انتظاره لري په سلو کې د ۳۵ رایو په ګټلو سره لومړنی دور ګټلی و.

کارپوهان وایي، د کډوالو بحران د هغه له کاندیدو سره مرسته کړې چې په دې هېواد کې ورسره د بې کاري او امنیت په اړه اندیښنې راپورته شوې دي.

هوفرله انتخاباتو مخکې د خپل کمپاین په وروستۍ ورځ د تیرې جمعې په ورځ خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل:

"ځیني کسان زموږ هېواد ته درناوی نه کوي، د اسلامي دولت ډلې په ملاتړ جګړه مخ ته وړي یا هم پرښځو جنسي تیرۍ کوي. زه دغو کسانو ته وایم چې دا ستاسو وطن نه دی. تاسو په اتریش کې نه شی پاتې کیدای ځکه موږ د هغو کسانو چې غواړي د اتریش د لا ښه والي لپاره له موږ سره یوځای شي او د هغو ترمنځ چې غواړي زموږ هیواد وران کړي، واضح توپیر کوو. دا هغه توپیردی چې موږیې باید وکو."

د یوه ښي اړخي مشربریالیتوب به پر ټوله اروپایي اتحادیه چې اته ویشت غړي لري او د کډوالو ستونزه په یوه لویه سیاسي مسئله بدله شوې، اغیز وکړي.

اتریش تېر کال په خپله خاوره کې نوي زره پناه غوښتونکي منلي چې دا د دې هېواد د نفوسو څه باندې یو فیصد دی.