په تاجکستان کې نن یکشنبې په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو لپاره ټول پوښتنه کېږي.
په اساسي قانون کې د تعدیل له کبله به د دغه هېواد د ولسمشر واک نور هم زیات شي.
دا ټولپوښتنه په اساسي قانون کې د ۴۱ بدلونونو په اړه ده خو ۲ تر ټولو مهم یې د ولسمشر امام علي رحمان د واک د دورې د محدودیت د لېري کېدو او د ولسمشر کېدو لپاره د عمر په اړه دي.
رحمان له نژدې ۲۵ کلونو راهیسي د تاجکستان ولسمشر دی.
د ولسمشر کېدو لپاره ټاکل شوی عمر د دې لپاره کمېږي چې د ده ۲۹ کلن زوی رستم امام علي ته لاره پرانستل شي.