د پانګوالو په اړه له امریکا نه د جواد ظریف غوښتنه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا پر متحد ایالتونو غږ وکړ چې پانګه وال وهڅوي ترڅو له ایران سره په تجارتي معاملو کې برخه واخلي.

محمد جواد ظریف تېره ورځ په تهران کې خبري غونډې ته وویل، امریکا باید په ایران کې د پانګونې د زیاتېدو لپاره نور جدي او کلک ګامونه واخلي.

جواد ظریف یوه ورځ وروسته تر دې دا خبره وکړه چې لویدیځ وویل، دوی په ایران کې د قانوني پانګونې ملاتړ کوي.

وروسته تردې چې تېر کال د نړۍ پیاوړېو هېوادو په اټمي برخه کې له ایران سره تړون لاسلیک کړ، پر دغه هېواد د نړیوالو له لورې لګیدلي بندیزونه لېرې شول.