جوزجان: په واده کې د ډزو پرمهال دوه تنه وژل شوي

د جوزجان چارواکي وايي چې د پاڅون کوونکو د ډزو له امله په یوه واده کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د جوزجان دوالي ویاند محد رضا غفوري ازادي راډیوته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د مینګجیک ولسوالۍ په قورچنغوي سیمه کې شوې ده.

ښاغلی غفوري زیاتوي په ودونو کې ډزې بندې دي او پولیس مکلف دي چې مخنیوی یې وکړي.