په هغو مظاهرو کې چې د اپوزيسيون له خوا په قزاقستان کې رابلل شوي، پوليسو په څو ښارونو کې په سلګونو خبريالان، مخالف سياستوال او مظاهره چيان نيولي دي.
اعتراض کوونکي په پراخه پيمانه د دولتي کرنيزو ځمکو د خصوصي کېدو مخالفت کوي، دغه اقدام بهرنيانو ته زمينه برابروي چې دغه ځمکې تر ٢٥ کلونو د زياتې مودې لپاره اجاره کړي.
د حکومت د ځپونکو اقداماتو په لړ کې په پلازمېنه استانه او نورو ښارونو لکه الماتې، کراغندي،اورالسک، چيمکنت او نورو کې په لسګونو خبريالان نيول شوي دي.
پوليسو د ښارونو مرکزونو ته نژدې په ميدانونو او کوڅو کې تر زرو زيات سياسي فعالان او نور کسان هم نيولي دي.
ځينې خبريالان له دې جملې د انټرفاکس اژانس او د ازادۍ راډيو د قزاقي څانګې څو تنه ژورناليستان تر څو ساعته توقيف وروسته خوشې شوي دي.
په قزاقستان کې انټرنټي پاڼې له دې جملې يوټيوب او فېسبوک هم بندې شوې دي.