ټاکل شوې د افغانستان د ۱۴ کلنو د فوټبال ټیم به د اسیا د ۱۴ کلنو د فوټبال د فیسټیوال په سیالیو کې ګډون وکړي.
دغه سیالۍ په تاجکستان کې ترسره کېږي.
د فوټبال د فدراسیون د رسنیو برخې مسوول سید علي کاظمي ازادي راډیو ته وویل چې، دغه سیالۍ د مې میاشتي په ۲۶مه نېټه په تاجکستان کې پيل کېږي.
دغه سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د اوو هېوادونو څخه د اوو ټيمونو په ګډون جوړیږي.