د کابل د فوټسال د غوره لیګ او الف ګروپ سیالۍ نن پيل شوې.
د افغانستان د فوټسال فدراسیون مرستیال عبدالبصیر قیومي ازادي راډیو ته وویل چې د کابل په غوره لیګ سیالیو کې ۱۳ ټيمونو ګډون کړی دی چې دواړه ټيمونه به په ټوله کې ۲۴ سیالۍ وکړي چې شپږ میاشتي به دوام وکړي.
د ښاغلي قیومي په خبره په الف ګروپ کې په ۱۴ ټیمونه ګډون وکړي چې هر ټيم به ۱۳ لوبي وکړي چې دغه سیالۍ به درې میاشتي دوام وکړي.
د دغو سیالیو د جوړولو هدف په هېواد کې د فوټسال ورزش وده بلل شوې ده.