د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو خونې چارواکي وايي چې د پاکستان استخباراتي مامورین د افغان سوداګرو پر شرکتونو او څانګو چاپې اچوي او ددغو شرکتونو افغان کارکونکي له ځانه سره بیایي.
د سوداګرۍ اوصنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيوته وویل چې په پېښور ښار کې پاکستاني مامورینو د حبیب ګلزار، دولت زي او افسرزي شرکتونو ترڅنګ په زیاتو نورو شرکتونو هم چاپې لګولې دي:
"هلته زموږ په شرکتونو او نماینده ګیو چاپې اچول کیږي او هلته د پاکستان د استخباراتو او نور مامورین راځي او زموږ مامورین له ځان سره بیایي دا اوس هم په پیښورکې په لویو افغاني شرکتونو له حبیب ګلزار افسرزي او داسي نورو شرکتونو په دفترونو باندي چاپه لګول شوې ده."
له دې مخکې په افغانستان کې د پاکستان سفیر له افغان سوداګرو څخه په پاکستان کې د پانګونې غوښتنه کړې وه.
ښاغلي الکوزی وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې ستونزو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ سطح له دوه نیم میلیارد ډالرو څخه یو نیم میلیارد ډالرو ته کمه کړې ده.