چاه بهار بندر کې له افغاني مالونو مالیه نه اخستل کېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې په چابهار بندر کې به له افغاني مالونو څخه مالیه نه اخیستل کېږي.

د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډيو ته وویل چې د چابهار بندریوه بله ښېګڼه داده چې د نورو بندرو په پرتله یي لار ۵۰۰ کیلو متره لنډه ده او دسوداګریزو اموالو په بیو هم مثبت تاثیر لري:

"له پنځه سوه کیلومترڅخه د نورو بندرونو په پرتله موږ ته نږدې دی چې دا خپله د سوداګریزو اموالو پربیو مثبت اغیز کوي اوبل دا چې چابهار یو آزاد سوداګریز بندر دی سوداګر د خپلو مالونود پاتې کېدو په صورت کې دولت ته مالیه نه ورکوي."

ښاغلی قوقندي وایي چې د چابهار بندرله لارې افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا له هیوادونو سره وصلیږي او د هند بازارونو ته به هم په آسانۍ لاس رسۍ پیدا شي.

ټاکل شوې افغان ولسمشر په نږدې ورځو کې د چابهار بندر د درې اړخیزه تړون د لاسلیک په هدف ایران ته سفر وکړي.