د پروان امنیتي چارواکي وايي، چې په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په کاروان انتحاري حمله شوې ده.
د پروان امنیه قوماندان محمد زمان مموزي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن لس نیمې بجې د کلا نصرو په سیمه کې هغه مهال شوه چې یوه انتحار کوونکي له چاودېدونکو مواد بار کروله موټر د بهرنیو ځواکونو له پوځي موټر سره ټکر کړ.
ښاغلي مموزي زیاتوي چې په یاده پېښه کې د بهرنیو ځواکونو یو پوځي موټر تخریب شوی، خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نشته.
بل خوا په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ځواکونو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي په دغه حمله کې د دوی درې غړي ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت اخیستی او ادعا یې کړې چې په دغه حمله کې بهرنیو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوړلې ده.