خلیلزاد: د نجونو د تعلیم مخالف کسان د پرمختګ دښمنان دي

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، هر هغه څوک چې د نجونو له تعلیم سره مخالفت کوي، دوی جاهلان دي.

زلمي خلیلزاد چې نن یې د هغه د مور زهرا په نامه د ده په شخصي لګښت جوړې شوې د نجونو په لیسې کې خبرې کولې وویل، د نجونو د تعلیم مخالف کسان د هېواد د پرمختګدښمنان دي:

"هر هغه څوک چې د نجونو د تعلیم او تحصیل مخالف دي، جاهل دی د پرمختګ مخالف دی او د سیمې د تمدن د بدنامي سبب دي."

ښاغلي خلیل زاد له افغان حکومت نه هم مننه وکړه چې د هغه د مور زهرا په نامه یې د نجونو لیسه و نوموله.