عبدالله د نړۍ له مشرانو سره د کډوالو پر ستونزو خبرې کوي

د افغانستان اجرائيه رئيس په ترکيه کې د نړۍ له مشرانو سره د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو پر ستونزو خبرې کوي.

د نړيوالو بشري مرستو په باب دا دوه-ورځنۍ سرمشريزه د دوشنبې په ورځ د ترکيې په استانبول کې پيلېږي چې د نړۍ د ١۵٦ هېوادونو ولسمشران، د مرستندويو ادارو مشران او نور سياستوال به په کې برخه لري.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل له ترکيې ازادي راډيو ته وويل چې عبدالله عبدالله به پر يو لړ نورو مسايلو هم په دې سرمشريزه کې خبرې وکړي:

"په دې سرمشريزه کې د کډوالو او پناه غوښتونکو وضعيت ته رسېدګي، پر کورنيو بېځايه شويو بحث، د طبيعي او غيرطبيعي پېښو له کبله له زيانمنو سره مرسته به د دې سرمشريزې اساسي بحثونه وي."

ملګري ملتونه وايي په نړۍ کې ١٣٠ مليونه انسانان بشري مرستو ته اړتيا لري او په دې هدف ١٢٠ ملياردو ډالرو ته اړتيا ده، چې يوازې ٢٠ فيصده يې ترلاسه شوې ده.

له تېرکال راهيسې په زياته پيمانه اروپا ته د کډوالو تلو هم يو بحران رامنځته کړى دى.

په دغو کډوالو کې ډېرى د سوريې، افغانستان، د منځني ختيځ د نورو هېوادونو او شمالي افريقا دي.