بېدار: د بدخشان د یمګان او وردوج د نیولو عملیات نه دي پيل شوي

د بدخشان چارواکي وايي د وردوج او يمګان ولسواليو د بېرته نيولو لپاره لا هم پوځي عمليات نه دي پيل شوي.

څه باندې مياشت مخکې د لوى درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد ازادي راډيو ته ويلي وو، د وردوج او يمګان د تصفيې لپاره د کندوز د شلمې فرقې په مشرۍ پوځي عمليات پيل شوي دي.

خو د بدخشان د والي مرستيال ګل محمد بېدار ازادي راډيو ته وويل چې دغه عمليات نه دي پيل شوي:

"عمليات خو تر اوسه پورې شروع شوي نه دي، د کندوز ولايت تقريباً ٨٠ فيصده تصفيه شوى، خو موږ ته تر اوسه له دفاع وزارت يا جمهوري رياست نه کوم شفر نه دى راکړل شوى چې کله پيلېږي، خو د عملياتو پيلولو ته ژمن دي."

د بدخشان دغه دوې ولسوالۍ تېر لمريز کال د دولت ضد وسله والو لاس ته ورغلې.

د بدخشان د والي مرستيال وايي وسلوال هلته له ځايي خلکو د عشر او زکات په نامه په زوره پيسې اخلي.