د اذربایجان پارلمان نن هغه طرح تصویب کړه چې له مخې یې زرګونه بندیانو ته عفوه کېږي.
د عفوې دا قانون د آذربایجان د جمهوریت د ورځې په مناسبت چې د مې په ۲۸ لمانځل کیږي تصویب شوی دی.
د عفوې له دې فرمان څخه به شاوخوا لس زره فعالان ګټه واخلي.
چارواکي وايي، د عفوې په فهرست کې هغه بندیان شامل دي چې د آذربایجان د امنیت لپاره ګواښ نه پیښوي، عمرونه یې له اتلس کاله کم او له شپیتو کالو زیات دي او یا یې ماشومان معیوبان دي.