د امریکا استازو مجلس د دفاعي پالیسۍ نوې لایحه تصویب کړه

د امریکا د استازو مجلس د شپږه سوه دوه میلیارډو ډالرو په ارزښت دفاعي پالیسۍ هغه نوې لایحه تصویب کړه چې په اروپا کې پوځ د ځای پر ځای کېدو لپاره د لګښت د زیاتېدو ملاتړ کوي.

دا لایحه چې پرون تصویب شوه ، د امریکا د دفاع د وزارت د هغې غوښتنې ملاتړ کوي چې په اروپا کې د نورو سرتېرو او وسلو لپاره لګښت څلور چنده کړي او په ختیځه اروپا کې د ناټو د وارخطا متحدینو د ارامولو سره مرسته وکړي.

د ا طرحه لا هم مخکې له دې چې ولسمشر بارک اوباما ته د لاسلیک لپاره ولاړه شي باید په همدې برخه کې د امریکا د سنا له طرحې سره تطبیق شي.