رضايي: طالبانو د فاریاب په المار کې پر یوه کلي حمله کړې

په فاریاب کې امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دې ولایت په المار ولسوالۍ کې په اسلامي جمعیت او ملي جنبش پورې د اړوند حکومت پلوو قومندانانو ترمنځ له اختلافاتو په ګټې، پر یو کلي برید کړی.

د ۲۰۹ شاهین قل اردو د لومړی لوا ویاند جګړن محمد رضا رضايي ازادي راډیو ته وویل، مرکزي او ولایتي چارواکي هر څومره زر چې ممکنه وي دغلته دې د ځايي قوماندانانو ترمنځ د شتو اختلافاتو مخه ونیسي.

د نوموړې په وینا که داسې ونه شي، په سیمه کې به وسله والو طالبانو ته فرصت برابر شي.

ښاغلي رضايي په دې برخه کې یوې تازه پېښې ته په اشارې وویل:

"په تیرو دوه درې ورځو کې په المار ولسوالۍ کې د همدې ناسم وضعیت له کبله، تېره شپه طالبانو د قره غولي په کلي کې په جنرال فاروق پورې د اړوند سیمه ایزو پولیسو پر پوستو برید کړی دی."

د جګړن رضايي په وینا په دې جګړه کې پنځه وسله وال طالبان او دوه سیمه ییزه پولیس وژل شوي.

تر دې مخکې د المار ولسوالۍ په یو بل کلي کې د جمعیت او جنبش د وسله والو ترمنځ چې دواړه حکومت پلوې ډلې دي، خپل منځي جکړه رامنځ ته شوې وه چې په کې تر لسو زیات کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي وو.

د جکړن رضايي په وینا دا مهال د ملي اردو په مداخلي دغه جګړه په موقتي توګه پای ته رسېدلې ده خو د بیا پیلیدو امکان یې شته.