کندهار کې ماین چاودنې د ملي اردو یو جنرال وژلی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په کندهار کې د یو ماین چاودنې د ملي اردو یو جنرال وژلی دی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش د جرمني خبري اژانس ته ویلي جنرال عبدالبصیر شهروند هغه مهال پر ماین برابر شو چې د شاولي کوټ ولسوالۍ په کټه سنګ سیمه کې یې د ملي اردو پوستې معاینه کولې.

د ښاغلي رادمنش په وینا جنرال شهروند د ماین په چاودنه کې ټپي شوی و چې روغتون ته په لاره یې ساه ورکړه.

د جرمني خبري اژانس وايي، دا په ۲۰۱۶ میلادي کال کې دریمه داسې پېښه ده چې په کې د افغان ملي اردو یو لوپوړي منصبداران وژل کېږي.

تر دې مخکې په هلمند کې جنرال عطامیر اغا د فیبروري په میاشت کې وژل شوی او په کندهار کې د مارچ په میاشت کې جنرال خان اغا وژل شوی و.