د وارداتي برېښنا د مسیر په اړه ټاکل شوي کمېسیون غونډه وکړ

پرون له ترکمنستان څخه افغانستان ته د پنځه سوه کیلو ولټه برېښنا د مزو د مسیر د څېړنې کمېسیون لومړنۍ غونډه وکړه.

دا کمېسیون وروسته له هغې د ولسمشر اشرف غني له خوا وټاکل شو چې یو شمېر کسانو په کابل کې مظاهرې وکړې او د سالنګ پر ځای یې د بامیانو له لارې د برېښنا د دې لاین د غځولو غوښتنه وکړه.

د ارګ څخه خپره شوې خبر پاڼه وايي چې دې کمېسیون په خپله لومړنۍ غونډه کې خپل کاري پلان تصویب کړ.

د ډاکتر محمد همایون قیومي په مشرۍ په دې کمېسیون کې د حکومت او معترضینو استازې برخه لري او دنده ورکړل شوې چې له ترکمنستان څخه د پنځه سوه کیلو ولټه برېښنا د مسیر په اړه دې ټول شته اسناد او مدارک وڅېړې او حکومت ته دې د خپلې څېړنې وروستۍ نتیجه وړاندې کړي.