روسیه د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري کوي

روسیه وايي چمتو دي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاري وکړي.

د ایټرټاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ماریا زخاروا له خولې ویلي، که چیرې د افغانستان د ملي ګټو سره په مخالفت کې نه واقع کېږي نو دا هېواد چمتو دی چې د وسله والو طالبانو په وړاندې د بندیزونو د کمولو په مسله کې نرمښت وښيي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت دې ویاندې په افغانستان کې امنیتي وضیعت په ځانګړې توګه په شمال کې د طالبانو له خوا د یو شمېر سیمو نیول د اندېښنې وړ بللي دي.

ایټرتاس خبري اژانس د زخاروا له خولې وايي، روسیه چمتو ده چې په افغانستان کې د سولې د بهیر په پیاوړتیا کې مرسته وکړي، خو نوموړې دا نه دي ویلي چې پر طالبانو د روسیې د بندیزونو کمول د افغانستان د سولې په بهیر کې څه ډول مرسته کولی شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ وروستۍ خبرو اتري هم یو مثبت پرمختګ بللی، خو زیاته کړې یې ده چې دا ډله د افغان حکومت سره د پخلاینې په برخه کې له طالبانو سره شریک دریځ نه لري.

د اینټرفاکس خبري اژانس بیا د بل روسي ډیپلومات ضمیر کابلوف له خولې ویلي چې د اسلامي حزب او افغان حکومت تر منځ سیاسي او پوځي جوړجاړی به د افغانستان په اوسني وضیعت کې کوم بدلون رامنځ ته نه کړي .