د ناټو غونډه کې له افغانستان سره د مرستو مسله څېړل کېږي

د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت ګډونوال هېوادونه نن له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو پر دوام خبرې کوي.

د آزادي راډیو خبریال له بروکسل څخه راپور راکوي چې د ناټو عمومي منشي یینس سټولټینبیرګ نن وویل، د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به په راتلونکو کلونو کې د افغان ځواکونو د روزنې، هغو ته د سلامشورو او مالي مرستو د دوام پر ژمنو بحث وشي:

"موږ به پر دې بحث وکړو چې له ۲۰۱۶ کال وروسته د قاطع ملاتړ ماموریت ته څنګه دوام ورکړو او په راتلونکو کلونو کې له افغان ځواکونو سره د دوامدارو مالي مرستو په اړه به بحث او د سیاسي او عملي ګډون په برخه کې پر خپلو ارادو ټینګار وکړو."

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له پرون راهیسې په بروکسل کې د افغانستان او نورو مسایلو په اړه خبرې کوي.