د یونان پوځي چارواکي وايي چې د یونان کریټ ټاپو ته نژدې یې هغه ټوټې موندلي دي چې ښايي د مصرۍ الوتکې به وي.
د یونان د پوځ یوه ویاند وویل، په سمندر کې یې د اوبو پر سر داسې ټوټې موندلي چې ښايي د مصرۍ الوتکې به وي.
د فرانسې ولسمشر هم نن وویل، هغه مصرۍ الوتکه چې له پاریسه قاهرې ته پر لاره ورکه شوې ده، نسکوره شوې.
فرانسوا اولانډ نن له خپلو وزیرانو سره له بیړنۍ غونډې وروسته په پاریس کې یوه خبري کنفرانس ته وویل:
"هغه معلومات چې موږ، صدراعظم، د کابینې غړو او یقیناً مصري چارواکو ته رسیدلي دا تاییدوي چې الوتکه نسکوره شوې ده."
د مصر د بهرنیو چارو وزارت وايي، مصري او فرانسوي چارواکو د دې الوتکې د سقوط د پېښې له کبله له یو بل سره د خواخوږۍ پیغامونه تبادله کړي دي.
د مصر د هوايي چلند ایربس ۳۲۰ الوتکه مسافر وړونکې الوتکه چې د چارواکو په وینا ۵۶ سپرلۍ او لس عمله یې لرل نن سهار وختي د مصر هوايي قلمرو ته له ننوتو څو شېبې وروسته د مدیترانې د سمندرګي پرسر د رادار له صفحې ورکه شوه.