ناټو: د افغان ځواکونو دوامداره پیاوړتیا موږ ته مهمه ده

د ناټو عمومي منشي وايي، د افغان امنیتي ځواکونو دوامداره پیاوړتیا د ناټو لپاره ډېره مهمه ده.

یینس سټولټنبرګ دا څرګندونې نن د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ وکړې:

"موږ به له افغانستان سره د دومدارو ژمنو او افغان امنیتي ځواکونو ته د مرستو، مشورو او روزنې او همدا راز له هغو سره تر ۲۰۲۰ کال پورې د مالي ملاتړ مرستو د دوام په اړه بحث وکړو."

ټاکل شوې چې په بروکسل کې د دې دوه ورځنۍ غونډې په دوهمه ورځ د افغانستان د بهرنیوچارو وزیر هم ګډون وکړي.