په زابل کې د پولیسو یو قومندان په ۸نورو پولیسو ډزې کړي

د زابل مرکز کلات ته نږدې د پولیسو یوه قومندان په اتو نورو پولیسو ډزې کړي او هغوی یې وژلي دي.

د زابل د امنیې قومندانۍ د امنیت امر غلام جیلاني فراهي ازادي راډيو سره په خبرو کې تایید کړه چې دا اته تنه پولیس د هغوی د قومندان له خوا د سپینه غبرګه په سیمه کې په یوه پوسته کې نن سهار وختي وژل شوي دي.

ښاغلي فراهي وویل چې د پولیسو دا قومندان له یوه رنجر موټر او څو میله وسلو سره تښتیدلی دی.

اخوا طالبانو ویلي چې د پولیسو قومندان د دوی کس و او بېرته ورسره یوځای شوی دی.