نن پنجشنبې د ولسمشر غني د زوکړې ۶۷ کلیزه ده

نن د افغانستان د جمهوررییس محمد اشرف غني د زوکړې ۶۷ کلیزه ده.

جمهور رییس غني د ۱۹۴۷ کال د مې په ۱۹ په لوګر کې زیږیدلی، له رولاغني سره یې واده کړی، د طارق په نوم یو زوی او د مریم په نوم یوه لور لري.

د ښاغلي غني د زوکړې د ورځې په مناسبت د هغه ګڼ شمېر پلویانو او مینه والو په ټولنیزو پاڼو کې د هغه عکسونه لګولي او ویلي یې دي چې د ولسمشر غني د زوکړې لپاره په بېلابېلو ځایونو کې مراسم نیسي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي هم په خپله رسمي ټوېټر پاڼه لیکي چې: "ولسمشر غني کلیزه دې مبارک شه دا ځل مې تاریخ سم کړی دی."

نرېندرا مودي سږکال څو میاشتې وړاندې ولسمشرغني ته زوکړې مبارکي ورکړې وه چې نېټه یې سمه نه وه.

د جمهور رییس مرستیال ویاند سیدظفر هاشمي ازادي راډيو سره په خبرو کې تایید کړه چې د مې ۱۹ د ولسمشرغني د زوکړې له ۶۷ کلیزې سره سمون خوري.

اشرف غني د ۲۰۱۴ کال په سېپټمبر کې په سوله ییزه توګه تر پخواني ولسمشر حامدکرزي وروسته واک ته ورسېد او تر اوسه یې د بېلابېلو برخو د پرمختګ لپاره هڅې کړي خو لاهم د امنیت او سولې په څېر مهم مسایل هغه څه دي چې افغانان یې له هغه نه د راوستلو تمه کوي.