د سوریې د بشري حقونو څارونکې ټولنه وايي چې د سوریې دولتي ځواکونو او د حزب الله په ګډون د بشاراسد د رژیم پلوي ځواکونو نن له وسله والو مخالفینو څخه یو مهم ښار نیولی دی.
د رویټرز خبري آژانس د راپورله مخې دې ټولنې چې مرکز یې په لندن کې دی ویلي چې د سوریې د حکومت وسله وال مخالفین له دیر العصافیر ښار څخه ایستل شوي دي.
د راپورله مخې د سوریې دولتي ځواکونو له یوې درنې جګړې وروسته پر دې ښار ولکه ټینګه کړې ده.